پولیسو د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې له ۲۰۰ تنو زیات معترضان چې د صدر اعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه یې کوله نیولي دي.
معترضانو ویل پاشینیان د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پرسر په جګړه کې آذربایجان ته امتیازونه ورکړي دي.
پولیس وايي د اپوزیسیون د پلویانو د دوهمې پرله پسې ورځې له اعتراضونو وروسته یې د ایروان په مرکز او نورو ښارونو کې په موقتي ډول یوشمېر واټونه او سړکونه بند کړي دي.