پروان: سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي

انځور، ارشيف

د پروان ولايت شينوارو ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله لږ تر لږه درې ماشومان مړه شوي دي او کرنيزې ځمکې يې هم ويجاړې کړي دي.

په پروان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې سېلابونه د دې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې را وتلي دي.

د ښاغلي حبیبي په خبره دغو سېلابونو دغه راز د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکو ته ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو سېلابونو په نتیجه کې د غوربند، بامیان عمومي لاره بنده شوې ده او او تخنیکي ډلې د دغې لارې د خلاصون او له زیانمن شویو خلکو سره د مرستې لپاره دې ولسوالۍ ته رسیدلي دي.

په عین حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی.

دې ادارې د پلازمېنې کابل او یو شمېر شمالي ولایتونو په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې د احتمالي سېلابونو اټکل هم کړی دی.