توماس ويست له کرزي سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس ويست او پخوانی ولسمشر کرزی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وایي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د افغانانو په وړاندې د تروریستي حملو د مخنیوي تر څنګ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

توماس ویست په خپل رسمي ټویټر کې تېره شپه لیکلي، له ښاغلي کرزي سره یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو او د ټولو افغانانو ترمنځ د ډیالوګ پر اړتیا هم بحث وکړ.

د روژې پر مهال په کابل، کندوز، بلخ او نورو ولایتونو کې یو لړ خونړیو حملو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د ځینو خونړیو حملو مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.