سيګار: طالبان به د نجونو ښوونځيو لپاره کافي امکانات ونه لري

آرشیف: په ارزګان کې د نجونو د يوه ښوونځي ټولګى

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې اداره یا سیګار وایي، دا نه ده څرګنده چې طالبان به په ښوونځیو کې د زده کړې د جلا بهیر د پرمخ وړلو لپاره کافي امکانات او ښځینه ښوونکې ولري.

سیګار دا خبره په خپله ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي، مخکې له دې چې پخوانی حکومت نسکور شي، د پوهنې وزارت یې خبر ورکړى و چې په ښوونځیو کې د زده کړې کافي امکانات نه شته او لږترلږه پنځوس زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې اته نیمو میاشتو کې په ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو د زده کړې وختونه سره جلاکړي او دغه راز یې له بلخ پرته په نورو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې نه دي پرېښي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

سیګارپه یوه بل ټویټ کې ویلي، چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یا یواس ایډ له ۲۰۰۲ کال وروسته د روان کال د جنوري د میاشتې ترلسمې پورې په افغانستان کې د زده کړې له پروګرامونو سره د یو ميليارده او ۲۸۰ ميليونه ډالرو مرسته کړې ده.

نړیوالو د پخواني جمهوري نظام د ملاتړ په برخه کې خپله لویه لاس ته راوړنه دا بلله چې په تېرو نږدې شلو کلونو کې په ميليونونو ماشومانو په تېره بیا نجونو زده کړې کړې دي.