د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مېرمن جېل بایډن به د مور په ورځ د اوکراین له هغو میندو او ماشومانو سره وګوري چې د روسیې تر یرغل وروسته له خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.
سپینې ماڼۍ د یکشنبې ناوخته د دغه سفر اعلان وکړ.
مېرمن بایډن به را روانه یکشنبه چې د مې میاشتې پر اتمه یا د مور له ورځې سره برابره ده، په سلواکیا کې او وروسته په رومانیا کې له بېځایه شویو اوکراینۍ میندو او ماشومانو سره وګوري.
دا سفر به له اوکراین سره د ولسمشر جو بایډن پیوستون څرګند کړي.
سلواکیا او رومانیا چې د ناټو غړي دي، دواړه له اوکراین سره پوله لري.