استانبول کې لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي

د پولیسو له لوري د لاریون کوونکو د نیولو صحنه

د ترکیې په استانبول ښار کې نن په لسګونه لاریون کوونکي هغه وخت ونیول شول، چې د زیاتېدونکي انفلاسیون په اعتراض لارو سړکونو ته راووتلي وو.

یوه محلي ټلویزیون د پولیسو تصویرونه وښودل چې په تقسیم میدان کې له لاریون کوونکو سره لاس و ګرېوان شوي او هغه لاریون کوونکي چې لاسونو ته یې ولچکونه اچول شوي، د پولیسو موټرو ته خېژوي.

دیميرورین خبري اژانس وايي، ۳۰ کسان د استانبول بشیکتاش او ۲۲ په شیشلي کې نیول شوي دي.

د استانبول د والي دفتر بیا وايي، ۱۶۴ کسان د غیرمجاز لاریونونو پر مهال نیول شوي دي.