روسیې د اوکراین یوې نیول شوې اټومي بټۍ ته متخصصان لېږلي

ارشيف

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د کییف لا خوا اطلاعات وررسېدلي چې روسیې د اوکراین یوې نیول شوې اټومي بټۍ ته متخصصان لېږلي دي.

د دې ادارې په وینا د مسکو هدف دا دی چې د اوکراین د جنوب ختیځ په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د څارنې له چارو سره مرسته وکړي.

دغه اټومي بټۍ د روسیې په کنټرول کې ده، خو د اوکراین او روسیې له سختې جګړې سره- سره یې فعالیت د اوکراییني کارکوونکي له کبله روان دی.

د دې اټومي بټۍ په اړه د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې اندېښنې ښوولې ده.

د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، د اټومي بټۍ اوکراییني کارګران چې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي تر سخت فشار لاندې خپل کار ته دوام ورکوي.