د آزادۍ راډیو د اوکراینۍ څانګې یوه خبریاله د پلازمېنې کییف د استوګنې پر یوه سیمه د روسیې د یوه توغندي د لګېدو په پېښه کې وژل شوې ده.
د راپورونو له مخې د وېرا هیریښ Hyrych Viraجسد پرون(داپرېل په ۲۹مه) د هغې ودانۍ په کنډواله کې وموندل شو چې یوه ورځ مخکې د روسیې توغندی پرې لګېدلی و.
د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو عمومي رییس جېمي فلای په یو بیان کې ویلي دي چې د وېرا وژل کېدو ټول خواشیني کړي دي.
دا خبریاله په ۱۹۶۷ کال کې زېږېدلې وه او د ۲۰۱۸ م- کال له فبروري میاشتې راهیسې یې د آزادۍ راډیو له اوکراینۍ څانګې سره کار پیل کړی و.