د قزاقستان ولسمشر: په اساسي قانون کې اصلاحاتو لپاره دې ټولپوښته وشي

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف

د قزاقستان ولسمشر په اساسي قانون کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره نن د ملي ټولپوښتنې وړاندیز وکړ.

قاسم جومارت توقایف سږکال په اساسي قانون کې د یوشمیر تعدیلاتو وړاندیز کړی چې له تېلو په دغه مالامال هېواد کې واک غیرمتمرکز شي.

د دې ټولپوښتنې وخت تر اوسه نه دی ټاکل شوی.

په قزاقستان کې تېرځل په ۱۹۹۵ کال کې ټولپوښتنه شوې وه چې اوسنی اساسي قانون یې تایید کړی و.