خوست کې سلګونه بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

د ترکیې خیریه بنسټ له لوري د ویشل شویو مرستو انځور

په خوست کې د ترکیې هېواد د یو خیریه بنسټ لخوا پر پنځه سوه بې وزله او غریبو کورنیو د مرستې په ډول دوه دوه بوجۍ اوړه وویشل شول.

د مرستو ویشونکو وویل، دوی د بې وزلو او معلولینو دا کورنۍ د خوست له ډېریو ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو انتخاب کړي او هڅه يې کړې ده چې مرسته مستحقو کورنیو ته ورکړل شي.

د مرستې لپاره د کسانو په انتخاب او وېش کې له ترکي خیریه بنسټ سره د کاروان په نوم یو ځايي خیریه بنسټ مرسته کړې ده.

د یاد بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان مشال راډیو ته وویل، دا مرسته چې ټول ورباندې دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی د ترکیې هېواد د قمر موسسې او د دوی د خیریه بنسټ لخوا په ګډه ویشل کېږي.

دده په خبره چې پنځه سوه کورنیو ته يې دوه، دوه بوجۍ وړه برابر کړي، چې ټولې زر بوجۍ اوړه کېږي.

بادشاه ولي کاروان زیاته کړه: "موږ تل په همدې هڅه کې یو، چې اړمنو لپاره کار وکړو، ځکه چې په هېواد کې اقتصادي بحران دی، خلک کار او وظیفې نه لري، نن سبا زموږ هېواد په ډېر بد وضعیت کې دی، خوست کې شاید تاسو خبر وئ، چې څو پيښې وشوې، د غربت له وجې خلکو ځانونه ووژل، نو تر ټولو بهترین وخت همدا دی، چې د هېوادوالو لاسنیوی وکړو. "

بل لوري ته هغه کونډو، یتمانو، سپین ږیرو او معلولینو چې مرسته يې ترلاسه کړه، خوښي څرګندوله او غوښتنه يې درلوده، چې بیا هم ورسره دا ډول مرستې وشي.

په خوست کې پر یو شمېر کورنیو داسې مهال د مرستې په ډول اوړه ویشل کېږي، چې په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د خلکو د ژوند اقتصادي اړخ کمزوری شوی دی.

له دې مخکې هم د ترکیې هېواد یو شمېر نورو خیریه بنسټونو په خوست او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر وزلو او غریبو خلکو د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي.