په کابل کې د ترکیې سفارت د مزار پرونۍ چاودنې وغندلې

ارشیف

په افغانستان کې د ترکیې سفارت د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې پرونۍ چاودنې وغندلې.

په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سورلیو په دوو موټرونو کې چاودنو لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل. په ځینو نورو راپورونو کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات ښوول شوی دی.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغو بمي چاودنو مسوولیت منلی دی.

د ترکیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دغه غیرانساني حملې چې په وروستیو کې یې شمېر زیات شوی دی په کلکه غندي.