ارواپوهان وايي، هغه ماشومان په ګڼو رواني ناروغیو اخته کېږي چې مور او پلار يې نشه کوي.
دوی زیاتوي، چې د دې ډول کورنیو ماشومان ژر غوسه کېږي، د خبرو کولو جرئت نه لري، له ذهني پلوه کمزوري وي او درسونو ښه نه شي زده کولای. دا چې د دې رواني ناروغيو لاملونه څه دي، پر کومو ماشومانو یې اغېزې ډېرې وي او څنګه کولای شو چې دا ماشومان له دې ناوړه رواني ناروغیو څخه وساتو؟
په دې اړه مو د رواني ناروغیو له ډاکټر محسن حسن سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې د مور او پلار اعتیاد پر ماشومانو کومې ناوړه اغېزې لري؟
د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5