په وروستیو مياشتو کې د کابل د هوايي ډګر له لارې بهرنیو هېوادونو ته د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی هم نه دی نيول شوی.
اته مياشتې مخکې د افغانستان په هوايي ډګرونو، په تېره بيا د کابل په هوايي ډګر کې ډېر داسې قاچاق کوونکي نيول کېدل چې بهرنيو هېوادونو ته به يې نشه يي مواد قاچاق کول، خو له تېرو اتو مياشتو راهيسې په دې هوايي ډګر کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د نيولو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.
وروستی راپور د ۱۴۰۰ شمسي کال د لومړیو دريو مياشتو په اړه و چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز خپور کړ. په دې راپور کې د نشه يي موادو له ۲۵۳ قاچاق کوونکو څخه دېرش يې په کابل هوايي ډګر کې نيول شوي وو.
اوس د طالبانو د حکومت د کابل هوايي ډګر چارواکي وايي چې، په تېرو اتو مياشتو کې د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی هم نه دی نيول شوی.
د کابل هوايي ډګر له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير مولوي قدرت الله حبيبي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل: " داسې ورځ راغلې ده چې موږ لس پنځلس کسان ايکسرې ته معرفي کړي دي، خو په نتيجه کې يې غير قانوني مواد لاس ته نه دي راغلي. اوس وضعيت داسې دی چې هر ځای ته قاچاق نه شي کولای، لکه دوبی، ځکه دوی د دوبی اقامه لري، نه غواړي چې په يوه ځل يې خرابه کړي، قاچاق خو موقته ويزه لرونکي خلک کوي. "
قاچاق کوونکو په وروستيو دوولسو کالو کې هڅه کړې چې د هوايي ډګرونو له لارې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې هند، ترکيې، سعودي عربستان او دبی ته نشه يي مواد قاچاق کړي.
له همدې امله د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹ شمسي کال کې د امريکا متحده ايالتونو او جاپان په مرسته د پرمختللو سکېنرونو تر څنګ، د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په چوکاټ کې د بدن او خېټې د تلاشۍ ځانګړی مرکز هم فعال کړ.
دا چې اوس ولې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نه نيول کېږي تحليلګران يې يو دليل په هوايي ډګرونو کې د هغو اشخاصو له کاره ګوښه کېدل بولي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې يې تخصص او کاري تجربه درلوده.
سياسي تحليلګر خالد پښتون د موضوع جدیت ته په کتو سره وايي چې، له نشه يي موادو سره مبارزه يوه لوی سيسټم ته اړتیا لري.
هغه وویل: " موږ د محکمو په چوکاټ کې یو لوی سيسټم درلود چې هلته به قاضيان او څارنوالان موجود وو او د دې تر څنګ به ځينې ادارو هم ګډ کار ورسره کاوه، پخوا به هره مياشت سلګونه قاچاق کوونکي نيول کېدل او جزاګانې به ورکول کېدې، له همدې امله يوه لوی سيسټم ته اړتيا وه، خو د دوی په حکومت کې نشه يي مواد سمبولیکه بڼه لري. "
پخوا به قاچاق کوونکو په خپلو خېټو، سفري بکسونو او کاليو کې نشه يي مواد پټول او بيا به يې د هوايي ډګرونو له لارې له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کول.
د هوايي ډګرونو له لارې ډېر نشه يي مواد هند، دوبی، ترکيې او سعودي عربستان ته قاچاق کېدل، خو له تېرو اتو میاشتو راهيسې هند ته پروازونه درېدلي او نورو هېوادونو ته هم پروازونه ډېر کم شوي دي.
-----------------------