متحده عرب اماراتو د پاکستانیانو په ګډون لسګونه سوالګر نیولي

د بۍ یوه څنډه

د متحده عرب اماراتو حکومت ۱۷۸ سوالګر نیولي چې نږدې ۱۰۰ تنه یې پاکستانیان دي.

خلیج ټایمز او څو نورو رسنیو د دوبۍ د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دا سوالګر د خیرات غوښتونکو/ګدایګرو د ټولولو په یوه کمپاین کې نیول شوي.

په دې ډله کې ۴۴ ښځې هم شاملې دي.

د دوبۍ پولیسو ویلي چې دا نیول شوي سوالګر به د قانون سره سم درې کاله بند تېروي او هر یو به پنځه زره درهمه جرمانه کېږي.

د راپورونو په اساس متحده عرب اماراتو ته هر کال ګڼ شمېر پاکستانیان د چکر او کار لپاره ځي خو ځینې د بې روزګارۍ له وجې په سړکونو خیرات غواړي.