ټوماس ویسټ د طالبانو له لوري خوشې شوي افغاني الاصله امریکايي سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د هغه افغاني الاصله امریکايي پوځي سره لیدلي چې د طالبانو په اسارت کې و.

ټوماس ویسټ نن په یوه ټويټ کې ویلي، چې خوشاله دی له صفي الله رووف سره یې لیدلي دي.

صفي الله رووف د امریکا د سمندري ځواکونو احتیاط غړی وو چې په کابل کې یې له یوې خیریه ټولنې سره هم کار کاوه.

دی د طالبانو له خوا نیول شوی وو او ان تر تېر ډسمبر پورې له طالبانو سره بندي وو.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ښاغلي ټوماس لیکلي، چې صفي الله اوس په کور ( امریکا ) کې دی.

ټوماس ویسټ د صفي الله رووف او د هغه د ورور انیس خلیل په خوشې کولو کې د طالبانو د رول یادونه کړې ده.

صفي الله رووف د اپرېل په لومړیو کې له کابله قطر ته انتقال او له هغه ځایه امریکا ته ورسول شو.