داعش په مزار شريف کې د پرونيو چاودنو مسوولیت ومانه

ارشیف

داعش یا اسلامي دولت ډلې په مزار شريف کې په شیعه ګانو د پرونيو بمي چاودنو مسوولیت منلی دی.

په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سپرلیو په دوو موټرونو کې چاودنو لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې داعش په مزار شریف کې په شيعه مسلمانانو د بريدونو مسوولیت د ټيليګرام چېنل له لارې په غاړه اخیستی.

تېره اوونۍ هم په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر دې دمه د مزارشریف د تېر ماښام د چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې پر شیعه ګانو د اکثرو بریدونو مسوولیت داعش سختدریځې ډلې منلی دی.