ناټو د روسیې خلاف جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، ناټو چمتو ده چې د روسیې خلاف په جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ستولتنبرګ پرون (پنجشنبې) په بروکسل کې یوې غونډې ته وویل، ناټو باید د اوږدې مودې لپاره چمتو واوسي او دا احتمال شته چې دا جګړه میاشتې – میاشتې او کلونه دوام وکړي.

ده دا هم وویل، چې ناټو به د اوکراین د شوروي د دورې د زړو وسلو ځای په نویو لوېدیځو وسلو ډک کړي.