د اوکراین لپاره له ٣ ميليارده ډالرو زياتې بوديجې تصویب غوښتنه کېږي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن به د اوکراین د ملاتړ لپاره له کانګریس څخه د ۳ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو د تصویبېدو غوښتنه وکړي.

بایډن وویل، دا پیسې اوکراین ته د خپلې خپلواکۍ د جګړې په خاطر ضروري دي.

بایډن، چې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره ږغېده، زیاته کړه: »موږ دې لایحې ته اړتیا لرو... موږ باید دا کار وکړو. د دې جګړې لګښت کم نه دی... خو یرغل ته شا اړول به لا ګرانه تمام شي.»