په کابل کې سلګونه کورنيو سره مرسته وشوه

ارشیف

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه مرکز د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالي کې ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي مواد ووېشل.

د سعودي عربستان د ریاض ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مرسته د روژې په مناسبت په ۲۰۲۲ کال کې د مرستو د پروژې په لړ کې ووېشل شوه.

د دې پروژې پر اساس به د سعودي عربستان له لوري ۱۸ زره ۶۰۰ کورنیو یا یولکو یوولس زره ۶۰۰ تنو ته مرسته ورکول کېږي.