بلخ کې د غبرګو چاودنو له امله ٩ کسان وژل شوي

ارشیف

په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سپرلیو په دوو موټرونو کې چاودنې وشوې چې له کبله بې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي.

په دې چاودنو کې، چې ویل کېږي، قربانیان یې شیعه ګان دي، ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په مزارشریف کې د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمداصف وزیري وايي، چاودنې په هغو مسافروړونکو موټرو کې شوي چې په شیعه ګانو پورې تړاو لري.

تېره اوونۍ هم په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر دې دمه د مزارشریف د تېر ماښام د چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې پر شیعه ګانو د اکثرو بریدونو مسوولیت داعش سختدریځې ډلې منلی دی.