کابل کې سلګونه بېوزله کورنیو سره مرسته کېږي

ارش

په کابل کې پر۴۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي.

د مهر تاون په نوم د مرستندویه بنسټ مشر مولانا زهیر ازادی راډیو ته وویل، چې دا مرسته به په بېوزله او بې سرپرسته کورنیو او دغه شان معلولینو ووېشل شي.

د نوموړي په خبره، دا مرسته د سوداګرو په همکاري ترسره کېږي، چې څلور قلمه مواد غوړي، وریجې، لوبیا او بوره په کې شامله ده.

دا مرستې له یو شمېر بېوزله کورنیو سره په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان له طالبانو له واکمنېدو ورسته، دغه هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ او د بې روزګارۍ کچه هم په کې پرخه شوې ده.

مخکې تر دې هم یو شمېر هېوادونو، بهرنیو او کورنیو مرستندویه ادارو او سازمانونو ورته مرستې له افغان بېوزله کورنیو سره کړي، خو ډېرى لا هم وايي، چې اړینې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.