د توريزم نړیوال سازمان د روسیې غړیتوب وځنډاوه

په اوکراین کې د روسیې ځواکونو له لوري ويجاړه شوې ودانۍ

د توریزم نړیوال سازمان پراوکراین د یرغل په خاطر د روسیې غړیتوب وځنډاوه.

په مادرید کې مېشت د توریزم د نړیوال سازمان یوه ویاند وویل، چې د دې سازمان اکثریت غړیو پرون چهارشنبې په فوق العاده غونډه کې د دې پرېکړې ملاتړ وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه پر سیاسي انګېزې شوې او غیرقانوني ده.

د توریزم نړیوال سازمان چې ۱۶۰ غړي لري، مرکز یې د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې دی.