طالبان: داعش ډله ۹۸ سلنه له منځه وړل شوې او نور ګواښ نه ده

Your browser doesn’t support HTML5

څو ورځې مخکې بلخ کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

د طالبانو حکومت وايي، چې د داعش ډله یې په افغانستان کې ۹۸ سلنه له منځه وړې او نور دا ډله ګواښ نه ده.

طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په کابل، کندوز، او بلخ ولایتونو کې پر له پسې حملو لسګونه افغانان ووژل او ډېر نور ژوبل کړل.

د ځینو حملو مسوولیت داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې په غاړه واخیست.

پرون هم د طالبانو له اعلان سره هممهاله د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالي کې ۵ تنه، چې په خټه هزاره وو، له موټرو کښته او ووژل شول.

که څه هم تر دې دمه د دغو کسانو د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو داعش ډله عموماً پر افغان شیعه ګانو بریدونه کوي.