د طالبانو حکومت رسنیو ته ویلي، چې سوداګریز اعلانونه تر خپرولو مخکې دوی ته وښيي.
خبریالان وايي، چې د طالبانو ادارې ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي چې د هر راز سوداګريز اعلان په اړه له دوی سره مخکې تر مخکې همغږي وکړي.
خو خبریالان د طالبانو دا پرېکړه د رسنیو د ازادیو د محدودولو لور ته یو بل ګام بولي.
دا لیک د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ د مرستیال او د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته استول شوی دی.