د نغدو بشري مرستو دوام؛ یوه بله بسته کابل ته ورسېده

آرشیف

د افغانستان بانک پرون چهارشنبې اعلان وکړ، چې د نغدو بشري مرستو په دوام کې یوه بله بسته کابل ته ورسېده.

د دغه بانک پر اساس، دا د نغدو پیسو شپږویشتمه بسته ده او ارزښت یې ۳۲ ميليون ډالره دی.

له دې سره تراوسه پورې کابل ته ۷۶۱ ميليونه ډالره لېږل شوي دي.