ايران په مزار کې د شیعه ګانو جومات د قربانیانو کورنیو سره مرسته وکړه

آرشیف: په شمال کې د يوې پېښې ټپي

د طالبانو حکومت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ایران کونسلګرۍ د بلخ ولایت د شیعه ګانو د جومات د قربانیانو له خپلوانو سره مالي مرسته کړې ده.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۵۰۰ ډالره او د ټپي کورنۍ ته ۲۵۰ ډالره مرسته ورکړل شوې ده.