روسيه پر بلغاريا او پولنډ د طبيعي ګازو صادارت بندوي

ارشيف

بلغاریا او پولنډ ویلي چې د روسیې د ګاز د صادراتو لوی شرکت ګازپروم خبر ورکړی چې له نن څخه دې هېوادونو ته د طبیعي ګاز صادرات بندوي.

د پولنډ د انرژۍ دولتي ادارې په یوه بیان کې ویلي چې ګازپروم پرون خپله دا پرېکړه ورته اعلان کړه.

د بلغاریا د انرژۍ وزارت هم ویلي دي چې د دې هېواد د ګاز دولتي ادارې ته هم ورته پېغام ترلاسه کړی دی.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته چې ډېری اروپايي هېوادونو د اوکراین ملاتړ وکړ، ولسمشر ولادیمیرپوتین تېره میاشت خبرداری ورکړ، چې هغو هېوادونو ته به چې له روسیې سره غیر دوستانه اړیکي پالي د ډالر او یورو پرځای یوازې د روسي روبل په بدل کې ګاز ورکړي.