د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په کتنه کې ویلي چې دی اوس هم په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې سوله ایزې حل لارې ته هیله من دی.
ولادیمیرپوتین پرون په مسکو کې له انتونیو ګوتېرېش سره په داسې حال کې وکتل چې د اوکراین په ختیځ کې جګړه دوام لري او په مالدووا کې پرون د دوهمې پرله پسې ورځې په مخه چاودنې وشوې.
په همدې حال کې امریکا او متحدانو یې په جرمني کې په خپله پرونۍ غونډه کې اوکراین ته د نورو وسلو د استولو په اړه بحث وکړ.
له بلې خوا بلغاریا او پولنډ ویلي چې کریملین سر له ننه دې هېوادونو ته د ګاز صادرات بندوي.