پاکستان: د کراچۍ يوه پوهنتون کې چاودنې څلور کسان ووژل

ارشيف

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن په یوه پوهنتون کې دننه یوې چاودنې یو میني بوس والوزاوه چې په پایله کې یې درې چینايي محصلان او د هغوی پاکستان ډریور ووژل شول.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د دې پوهنتون چارواکو ویلي چې په دریو وژل شویو چینايانو کې د چین له خوا د جوړ شوي د کنفوسیوس انستیتیوت مشر هم شامل دی.

دا انستیتیوت د لوړو تحصیلي پړاوونو محصلانو ته د چینايي ژبې تدریس کوي.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمون وویل، د دوی د لومړنیو تحقیقاتو ښکاري چې ښايي دا به یوه انتحاري حمله وه.

په پاکستان کې پر چینايي وګړو پخوانۍ حملې تر ډېره د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نوم په څېرمه بلوچستان ایالت کې فعالې بېلتونپالې ډلې کړې دي.

دا حملې اکثرا په پاکستان کې د چین پر اقتصادي پروژو متمرکزې دي.