ملدووا کې پر پوځي قطعې بريد؛ د ملي امنيت عالي شورا غونډه بلل شوې

ارشيف: د ملدووا پوځيان

د ملدووا ولسمشرې مایا ساندو نن وروسته له هغه د ملي امنیت د عالي شورا غونډه راوبلله چې د دې هېوا بېلتونپاله سیمه ترانس دنیسټر کې د راډیو دوه انتنونه په بمي چاودنو کې والوزول شول او پر یوه پوځي قطعه برید وشو.

په دې سیمه کې چې د اوکراین پر پوله پرته ده روس پلوي بېلتونپال فعال دي.

تمه ده چې مېرمن ساندو به له دې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وینا وکړي.

په عین حال کې کریملین ویلي دي چې روسیه په ترانس دنیسټر کې وضعیت له نژدې څاري.