د طالبانو حکومت د ثور اتمه عمومي رخصتي اعلان کړه

ارشيف

د طالبانو حکومت د غویي یا ثور اتمه چې په ۱۳۷۱ کال کې پر افغانستان د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان کړې.

په یوه بیان کې چې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپور کړی ویل شوي دي چې پنجشنبې د غويي ۸ مه پر شوروي اتحاد د افغانستان د سپېڅلي جهاد د بریا له ورځې سره برابره ده او د کار د قانون د ۴۱ مادې په اساس عمومي رخصتي ده.

دا ورځ په افغانستان کې په تېرو دریو لسیزو کې هر کال نمانځل کېږي.