بلخ کې سوداګريز او صنعتي نندارتون پرانيستل کېږي

ارشيف: بلخ کې د لاسي صنايعو نندارتون

ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې په بلخ ولایت کې د ښځو په نوښت یو سوداګریز او صنعتي نندارتون پرنیستل شي.

د دې نندارتون یو مسوول سید مجتبی عنایت ازادۍ راډیو ته وویل، دا نندارتون چې د افغان مېرمنو غږ په نوم د یوه ټولنیز بنسټ له لوري جوړیږي، په لړ کې به یې په ۱۰۰ غرفو کې د ښځو او نارینه وو له لوري تولید شوي توکي د شپږو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

که څه هم چې ښاغلی عنایت د یاد نندارتون د پیل ورځ نه په ګوته کوي، خو وایي چې په دې نندارتون کې به لاسي صنایع، غالۍ، خوراکي توکي، خامکي توکي او ورته نور صنایع نندارې ته کېښودل شي.

د ياد نندارتون موخه د پېرود نکو جلب او تولید شویو توکو ته په کور دننه او بهر بازار موندل ښودل شوې.

دغه راز بلخ کې جوړېدونکی نندارتون به په جلا توګه درې ورځې د نارینه وو او درې ورځې هم د ښځو پرمخ خلاص وي.