د کابل په پيروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ کارخونو جوړېدو طرحه تايد شوه

ارشيف

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون د کابل په پیروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ صنعتي کارخونو د جوړیدو طرحه تایید کړه.

د ملا عبدالغني برادر په مشری د طالبانو حکومت د اقتصادي کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا طرحه چې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت له خوا یاد کمېسیون ته وړاندې شوې وه، پر بنسټ به یي بیجینګ – ننګرهار په نوم ساختماني شرکت د ۲۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت یاد ښارګوټی ورغوي.

د خبرپاڼې په حواله د دې پروژې د کار په پیل سره به ۱۳ زره او ۶۰۰ کسانو ته په مستقیم او ۳۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د پیروزي ښارګوټي پروژې د بنسټ ډبره ۱۳ کاله وړاندې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې کېښودل شوه.

د پخواني حکومت د معلوماتو پر بنسټ، په دې پروژه کې سوداګریزه سیمه، صنعتي کارخونې، ښونځی او جومات شامل دي.