چين کې د کرونا ډله ييزه معاينه د دغه هېواد ډېرو برخو ته وغځول شوه

ارشيف

د چین په پلازمېنه پیکنګ کې چې شا و خوا ۲۲ ملیونه وګړي په کې ژوند کوي، د کرونا ډله ییزه معاینه له یوې سیمې د ښار ډېرو برخو ته وغځول شوه.

اټکل کېږي چې د کرونا د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله د شانګهای ښار په څېر به په پیکنګ کې هم قرنطین نافذ کړای شي.

په پیکنګ کې د خلکو د کرونا معاینه پرون دوشنبه له ګڼ مېشتې سیمې چایویانګ څخه پیل شوه، خو وروسته پرېکړه وشوه، چې دغه معاینه په ۱۰ نورو سیمو کې هم وشي.

په پلازمېنه پیکنګ کې نن سې شنبه د کرونا د ۳۳ مثبتو پېښو راپور ورکړل شو، چې له دې ډلې یوه کس د کرونا علایم نه درلودل.