کيم جونګ اون د اټومي ظرفيتونو د پياوړتيا ژمنه کړې

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون

شمالي کوریا وايي، د دوی رهبر کیم جونګ اون، په خورا چټکۍ د دغه هېواد د اټومي ظرفیتونو د پیاوړتیا ژمنه وکړه.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس نن سې شنبه راپور ورکړ، چې کیم دغه څرګندونې تېره شپه یوه پوځي پرېډ ته په وینا کې وکړې.

د اژانس په حواله، کیم ویلي، شمالي کوریا به خپل اټومي ځواکونه خورا په چټکۍ نور هم پیاوړي او پراخ کړي.

کیم جونګ اون دا تازه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام له کبله د شمالي کوریا او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ له اوږدې مودې ډیپلوماتیک کړکېچ روان دی.