ارمنستان او اذربايجان د سرحدونو حدودو ټاکلو ته کمېسيون جوړوي

د اذربايجان ولسمشر الهام علییف د اذربایجان – ارمنستان د اړیکو د عادي کولو لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره

د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د هغه کمېسيون پر جوړېدو موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد د حدودو د ټاکلو لپاره به کار کوي.

هدف د بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولاړ شوي کړکېچ کمول دي.

دواړو وزیرانو نن د دې کمېسيون د جوړېدو پر لارو بحث وکړ.

دواړو هېوادونو په ۲۰۲۰م کال کې د شپږو اوونیو لپاره د نګرنو قره باغ پر سر په خپلو کې جګړه کړې وه.