د ګول سیخ او د اوسپنې د واردونکو ټولنې غړي د خپلو ستونزو د حل غوښتونکي شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، د ګول سیخ او اوسپنې د واردونکو ټولنې غړو د دې خونې له مسئولانو سره په ناسته کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، د ګمرکي تعرفو لوړوالی او د خرڅلاو د بازار نشتوالی هغه ستونزې دي چې د دوی په کاروبار یې منفي اغېزه کړې ده.
د ټولنې غړو د سوداګرۍ او پانګې له خونې وغوښتل، چې د ستونزو د حل لپاره یې هڅې وکړي.
په خبرپاڼه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال یونس مومند له قوله ویل شوي دي، چې ستونزې به یې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړي چې رسيدګي ورته وشي.