طالبانو بهر ته د څارویو پر صادراتو بندیز ولګاوه

عکس، آرشیف

طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د څارویو صادرات منع شوي او هېڅوک حق نه لري چې بهر ته یې صادر کړي.

د دې وزارت مطبوعاتي برخي ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پيغام کې ویلي دي، دا پرېکړه پرون د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مرستیال ملا قدرت الله جمال او د کرنې او مالدارۍ وزارت د استازو ترمنځ په ناسته کې وشوه.

په پیغام کې راغلي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو امنیتي مسئولانو ته به مکتوب لېږي چې بهر ته د څارويو د لېږد مخه ونیسي.

په دې ناسته کې مالدارانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې فارمونه، څړځایونه، د اوبو څاوې او د څارویو د حلالولو ځایونه دې په ولایتونو کې ورته برابر کړي.

له دې مخکې ځینې راپورونه وو، چې د افغانستان څاروي ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران ته قاچاق کېږي.