په کندز ولایت کې لاهم د اوبو ژرندې چلېږي او خلک ورته غنم او نورې غلې دانې د اوړو کولو لپاره وروړي.
د ماشینې ژرندو په راتګ او رواجېدو سره که څه هم د اوبو ژرندې مخ په ورکېدو دي، خو لا هم د کندز په ځنیو سیمو او ولسوالیو کې د ګوتو په شمېر د اوبو ژرندې چلېږي او خلک د اوړو لپاره غنم وروړي.
د اوبو يوه ژرنده د کندز د آقتاش ولسوالۍ د کابلیو په کلي کې موقعیت لري او کابو په لس متره ناوې کې اوبه بهېږي او ژرنده څرخي او دننه په ژرندې کې د اوړو بوی او ګرد خپور دى.
د دې ژرندې څښتن محمدالله آقتاش، چې ستومانه ښکارې او سر یې په اوړو سپېره دى وویل، چې دغه ژرنده له پلار او نیکه ورته په میراث پاتې ده.
هغه زیاته کړه: "هر ورځ له شااوخوا سیمو په سلګونه خلک د اوړوکولو لپاره غنم راوړي. دا ژرنده ډېره پخوانۍ ده، عمر یې ۹۰ کالو ته رسېږي. اوبه چې زیاتوې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ سوه منه غنم اوړه کوي. د اوبو د ژرندې اوړه سبوس لري، انسان معدې ته ګټه لري. ځکه خلک لاهم د اوبو ژرندې ته غنم د اوړو کولو لپاره راوړې."
په کندز کې خلک وايي، د ژرندې له اوړو ډوډۍ خوږه راځي او صحت ته ګټور تمامېږي.
په ورته مهال کې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کوم غنم چې د اوبو په ژرندې کې اوړه شوې وي ډوډۍ یې خوږه وي او صحت ته هم ګټه رسوي.
پنځه دېرش کلن شاه زمان، چې خپل غنم د اوړو کولو لپاره ژرندې راوړي ازادي راډیو ته وویل: "د اوبو د ژرندې د اوړو، ډوډۍ خوږه وي او هم په تناره کې نه څڅېږې. د صحت لپاره هم ګټور وي، ځکه د اوبو د ژرندې په اوړو کې سبوس هم وي او د انسان معدې ته ګټه رسوي او ژر هضم کېږي، خو ماشینې ژرندې ځینې وخت اوړه سوځوي او کیفیت له لاسه ورکوي."
د کندز یوبل اوسېدونکى ګلاب الدین وایي، د اوبو په ژرنده کې غنم اوړه کولو اقتصادي تمامېږې، ځکه ماشینې ژرند له لس منو غنمو دوه منه اوړه مزد اخلي او د اوبه ژرنده له لس منو غنمو یو من اوړه مزد اخلي.
هغه زیاته کړه: "د اوبو او د ماشینې ژرندو تفاوت دا دى، چې برقې ژرندې په لس منو کې دوه منه اوړه مزد اخلي، خو د اوبو ژرنده په لس منو کې یو من اوړه مزد اخلي. بل دا چې د ماشینې ژرندو اوړه دومره ښه کیفیت نه لري."
د دې ولایت یو بل اوسېدونکي محمدیاسین وايي، د اوبو ژرندو تاریخې او فرهنګي اړخ ته په کتو باید له ورکېدو مخنیوي وشي.
کندز کې د يوې ژرندې د دننه ساحې انځور
هغه وویل: "د اوبو د ژرندو اوړه د انسان صحت ته ګټه رسوي او د اقتصاد له لحاظه هم ارزانه تمامېږي. باید دغه پخوانى دود ژوندى وساتل شي او خلک باید د اوبو له ژرندو ګټه واخلي او باید ورته پاملرنه وشي او وساتل شي."
د اوبو ژرند د غلو او دانو د اوړو کولو ډېره پخوانۍ وسیله ده، چې د اوبو په فشار چلېږي او د سوند هېڅ ډول توکو ته اړتیا نه لري،ځکه هم اقتصادي ده او هم چاپېریال نه ککړوي.