هلمند کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي، پنځه تنه یې د یوه کس د اختطاف او وژنې په تور نیولي دي.
لښکرګاه کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رييس حافظ راشد هلمندی وايي، تورنو کسانو درې اونۍ وړاندې د نورزخان په نوم يو کس تښتولی، موټر او پیسې یې ترې اخیستي او بیا یې وژلی دی.
هلمندی زیاتوي، نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته جنایي پېښې کېږي چې تر ډېره یې لامل بې وزلي او بې کاري ښودل کېږي.