يوه نړيوال سازمان د افغان نجونو د ښوونځیو پر نه خلاصېدو نیوکه وکړه

آرشیف: د افغان نجونو د يوه ټولګي انځور

د بشري حقونو د څار سازمان یو وار بیا له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په نه خلاصېدو نیوکه کړې ده.

د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ویلي، طالبان د څه باندې څلورو زرو مدرسو د جوړولو امکانات لري خو د نجونو د ښوونځیو په پرانیستلو نه سلا کېږي.

هېدر بار ټينګار کړی، چې افغان نجونې باید ښوونځیو ته پرېښودل شي.

له هغه راهیسې، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ۲۲۰ ورځې ووتلې.