د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د دوی تخنیکي ډلې تر اوسه پورې ۶۰ غیرفعاله شوې الوتکې او هیلیکوپټرې ترمیم او فعاله کړي.
دا خبره د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته کړې.
هغه ويلي، تازه د دفاع وزارت تخنیکي ټيم یوه چیټل هندۍ هیلیکوپټره چې له کاره لوېدلې وه بېرته فعاله کړه.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي و، چې تر اتیا پورې الوتکې او هیلیکوپټرې لري خو اکثره یې د سقوط پر مهال غیر فعاله او تر ډېره تخریب شوې وې.
د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د افغانستان د هوایي ځواک یو شمېر هیلیکوپټرې د افغان پیلوټانو له خوا ازبکستان ته یوړل شوې.
امریکا ویلي، چې اجازه نه ورکوي دا هیلیکوپټرې طالبانو ته په لاس ورشي.