د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش مخکې له دې چې مسکو ته سفر وکړي نن په انقره کې د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره ګوري.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس، ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځ د بشري مرستو په اړه د خبرو اترو مهم کوربه هېواد بللی.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سرمنشي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره د سه شنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي.
انتوني ګوتیريش هیله من دی چې د غونډې په ترڅ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په اړه خبرې وشي.
هغه به بیا د اوکراین پلازمېنې کیف ته لاړ شي چې له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د بهرنیو چارو له وزیر دیمیتري کولیبا سره وګوري.
زیلینسکي د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر پرېکړې نیوکه کړې، چې د کییف له لیدو مخکې مسکو ته ځي.
هغه ویلي، په دې کې هېڅ عدالت او منطق نه شته.