چارواکي: د اوکراین جګړه کې لسګونه ماشومان وژل شوي

د اوکراين په ماريپول کې د جګړې وروسته د سيمې انځور

د اوکراين چارواکو ویلي، چې د روسیې د بې دلیله یرغل په نتیجه کې ۲۱۳ ماشومان وژل شوي.

دا خبره د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ۳۸۹ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.

د بیان په حواله دا ارقام نهايي نه دي او ښايي لا زیات ماشومان وژل شوي یا ټپيان وي.

پرون هم په دونتسک سیمه کې د روسیې د راکټي بریدونو په نتیجه کې د دوو وړو نجونو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل دوه میاشتې ووتلې.