د ايران او سعودي عربستان ترمنځ پنځم پړاو خبرې شوي

د ايران او سعودي ترمنځ خبرې اترې

ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو پنځم پړاو ترسره شو.

د نور نیوز په نوم ویبسایټ چې د ایران د ملي امنیت له عالي شورا سره ارتباط لري پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه خبرې په بغداد کې په ښه فضا کې وشوې.

د دغه ویبسایټ په حواله دغو خبرو داسې هیلې پیدا کړي چې دواړه هېوادونه به د اړیکو د دوام لپاره مثبت ګامونه واخلي.

بلخوا نیمه دولتي اژانس مهر راپور ورکړی، چې د عراق او عمان عالي رتبه چارواکو د دغو خبرو په تنظیم کې مهم رول درلود.