يونيسف: دوه مياشتو لپاره دوه لکه ښوونکو ته معاش ورکوو

ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په افغانستان کې د «هر ماشوم لپاره» د تعلیم د ملاتړ هره ممکنه هڅه کوي.

په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو مشرې سم مورټ (Sam Mort) پرون ازادۍ راډیو ته وویل:

«یونیسف د تېرو ۷۰ کلونو په څېر، د هر ماشوم لپاره په افغانستان کې دی. تر هغو چې هر ماشوم په ښوونځي کې نه وي او تعلیم ونه کړي، موږ به خپلې چارې ونه دروو.»

یونیسف وايي دوی د ۲ میاشتو لپاره نږدې ۲لکه ښوونکو ته اضطراري معاش برابر کړی، زده کوونکو ته یې بیکونه او نور تدریسي مواد ورکړي دي.

یونیسف زیاتوي، دوی د لومړيو ټولګيو زده کوونکو ته ۳۷ ملیونه درسي کتابونه هم ورکړي، خو د یونیسف په وینا زیات نور کارونه باید وشي.