د طالبانو ټرانسپورټ برخې هلمند کې نږدې ۶ ميلیونه عوايد راټول کړي

د کابل کندهار لویه لار

په هلمند ولایت کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ رياست په تېرو شپږو مياشتو نږدې ۶ ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ وزارت په خپل فېسبوک پانه ليکلي، چې په هملند کې ياد عوايد يې د ځمکني ټرانسپورت او په اداري چارو کې د اسانتياو له امله راټول شوي دي.

د وزارت په حواله، راټول شوي عوايد د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ټرانسپورټ رياست تېر کال په همدومره موده کې شاوخوا درې ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي وو.