طالبان: له ایران سره د اوبو لانجه د خبرو له لارې حل کېدای شي

ایران همواره به موضوع حقابه از دریای هلمند در جنوب افغانستان تاکید دارد و این مساله دهها سال است که لاینحل مانده است.

د طالبانو حکومت وايي چې له ایران سره د اوبو پرسر لانجه د خبرو له لارې حل کېدای شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو په دې اړه وویل: "افغانستان ټولو هغه تعهداتو ته چې پخوا یې لرل او لري یې، ژمن دی. البته په دې وروستیو کې چې د وچکالیو له کبله افغانستان هم د اوبو له کمښت سره مخامخ دی ښايي د ایران اوبه خور هم زیانمن شوی وي خو دا د بحث وړ ده. اسلامي امارت چمتو دی چې د ایران اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي."

له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د ایران مرستیال ولسمشر پر طالبانو غږ کړی و، چې له ایران سره د اوبو مسئله ژرترژره حل کړي.

محمدمخبر د ایران د بهرنیوچارو وزارت او د سیمه ایزې همکارۍ ادارې ته په خطاب کې له هغوی وغوښتل چې د کابل پر واکمنو فشار راوړي څو د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۹۷۳ کال د اوبو د موافقې پر اسراس د ایران د اوبه خور برخه ومني.