د هند صدراعظم نریندرا مودي یوځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
د تېرکال د زمري په ۲۴مه نېټه د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی خو طالبان وايي، چې حکومت یې ټولشموله دی.
ښاغلي مودي پرون پر خپل ټویټر ولیکل، چې هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. د مودي په ټویټ کې د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره هم د ډیالوګ او ډيپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار شوی.