عمران خان د اسلام اباد پر لور د لاريون اعلان کړی

ارشيف: د پاکستان پرځول شوی لومړی وزير عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني صدراعظم عمران خان د نوي حکومت پرضد تر لاهور وروسته د اسلام اباد پر لور د احتجاجي لاریون اعلان کړی دی.

نوموړي بېګاه په لاهور کې ولسي غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې حکومت یې د بهرني سازش په نتیجه کې ړنګ شو.

عمران خان تر دې مخکې هم ادعا کړې چې پخوانیو مخالفو سیاسي ګوندونو د امریکا په ملاتړ د ده پرضد د صلب اعتماد د رایګیري طرحه ورکړې وه.

د پاکستان د اېتلافي حکومت ګوندونو او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی.

عمران خان د لاهور غونډې ته وویل چې د خپلو احتجاجونو له لارې حکومت د انتخاباتو اعلان ته مجبوروي. خو د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېتلافي حکومت ویلي دي چې انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کوي.